د ښځو د توانمندۍ سازمان رئیسې او د رهبرۍ غړو د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د جمهوري ریاست له دوهم مرستیال استاد سرور دانش سره په کتنه کې د سولې او ټاکنو پروسو او د دې سازمان د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ښځو توانمندۍ سازمان رئیسې د ټاکنو او سولې په پروسو کې د ښځو پر راتلونکي رول او د دوی پر پروګرامونو او فعالیتونو خبرې وکړې. نوموړې وویل، شاوخوا پنځه کاله کیږي چې د ښځو ظرفیت د لوړولو، د لوړو زده کړو بورسونو د برابرولو، ښځو ته د تخنیکي ورکشاپونو برابرولو، د ښځو د اګاهۍ لوړولو په برخه کې د مشورتي ناستې ترسره کول او ښځو ته د اسانتیاوو د برابرولو په هدف فعالیت پیل کړی دی. 

د ښځو د توانمند سازۍ سازمان رئیسې وویل چې د دغه سازمان رامنځته کیدل د کار له طریقه د اقتصادي بسیاینې تر شعار لارندې تشکیل شو چې د مرکزي دفتر تر څنګ په څلورو نورو ولایتونو کې هم شاوخوا ۱۰۰۰ تنه غړې لري. د دغه سازمان د رئیسې په خبره، د سازمان ټولې غړې ښځې دی چې تر لیسانس، ماسترۍ او دکتورا لوړې زده کړې لری.

د توامندو ښځو سازمان غړو د سولې په اړه هم وویل چې په هیواد کې هغه مهال پایداره سوله راتلی شي چې د خبرو رهبري د حکومت په لاس کې وي، تر څو افرادو او ډلو ته د سوء استفادې زمینه برابره نه شي. دوی ټنیګار درلود د سولې په خبرو کې باید د ښځو رول نادیده ونه نیول شي.

په همدې ډول د توانمندو ښځو سازمان غړو په همدې ډول د راتلونکو ټاکنو پر ترسره کیدو په ټینګار سره، د جمهور رئیس او د جمهور رئیس د مرستیال استاد دانش په رهبري د ملي یووالي د حکومت له پروګرامونو ملاتړ اعلان کړ. دوی زیاته کړه چې حکومت په عمل کې ښودلې ده چې ښځو ته یې د عامه ادارو د رهبرۍ په کچه مناسب فرصتونه برابر کړي دي.

په مقابل کې استاد دانش د ګډو کارونو ارزښت ته په اشاره وویل چې د دوامدارو کارونو لپاره هدف، پروګرام او انګیزه کولی شي یو فرهنګي او ټولنیز بنسټ دوامدار کړي او ګټه یې خلکو ته ورسیږي. نوموړي ټینګار وکړ چې د تېرو اتلسو کلونو په ځانګړې توګه د ملي یووالي د حکمت په موده کې د ستونزو له شتون سره، ښځو ته د پام وړ فرصتونه برابر شوي دي، چې د ښځو د حقونو د دغه شان ملاتړو سازمانونو رامنځته کیدل، په ټولنه کې یوه ښه لاسته راوړنه ګڼل کیدای شي.

استاد دانش زیاته کړه: «د ملي یووالي په حکومت کې هم د لیدلوري او پروګرام له اړخه اراده موجوده ده او هم په عملي توګه کارونه ترسره شوي دي.» نوموړي زیاته کړه، د تقنیني اسنادو د تصویب او په دولتي ادارو کې د مشارکت له اړخه ښځو ته بهترین فرصتونه برابر شوي دي.

نوموړي د سولې په پروسه کې د ښځو د رول په اړه هم وویل چې د مصالحې د رهبري شورا په ناسته کې یو سره کرښه چې تصویب شوې ده، د ښځو د حقونو ساتل او ملاتړ کول دي. د جمهور رئیس مرستیال هیله څرګنده کړه چې د سولې په خبرو کې به ازادۍ، ټاکنې او د ښځو حقوق قرباني نه شي.

استاد دانش د ښځو د توانمند سازۍ سازمان غړو د نورو غوښتنو په اړه ژمنه وکړه چې په مناسب فرصت کې به ورسره همکارۍ وکړي.