د ډنمارک سفیر نیکولای پټیرسن، د هالینډ سفیر آرنست نورمان او د ناروې د سفارت شارژدافیر وپیرآلبرټ ایلساس د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د جمهوري ریاست له دوهم مرستیال استاد سرور دانش سره په کتنه کې د سولې پر پروسې او پر خپل وخت د جمهوري ریاست د ټاکنو پر ترسره کیدو باندې ټینګار وکړ.

د ډنمارک  او هالینډ هیوادونو سفیرانو او د ناروې شارژدافیر د سولې به پروسه کې د افغانستان  تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د بشري حقونو، د ښڅو د حقونو، مدني او شهروندۍ ازادیو په برخو کې د لاسته پر ساتلو ټینګار وکړ او د سولې په پروسه کې یې د اروپايي ټولنې، امریکا او د افغانستان د دولت تر منځ د هماهنګیو پر ساتلو ټینګار وکړ. د دوی په خبره، د افغانستان د وروستیو اتلسو کلونو لاسته راوړنې د افغانستان د خلکو او د نړیوالو همکارانو له ګډو ارزښتونو څخه دي او د دغو ارزښتونو په ساتلو کې ټول برخمن دي.

دوی له افغانستان سره د همکاریو په اړه د اروپايي ټولنې وروستي اعلان ته په اشاره، زیاته کړه چې د اصلاحاتو، د سیمې له هیوادونو سره سوداګرۍ او د سولې په لاره کې به اروپايي ټولنه له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال استاد سرور دانش د افغانستان له خلکو او دولت سره د اروپايي ټولنې دهیوادونو له مرستو او همکاریو په خوښۍ، د دغو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ. استاد دانش د افغانستان د دولت او خلک او نړیوالو همکارانو هیوادنو هر اړخیز ملاتړ ته په اشاره، وویل چې «په افغانستان کې د حکومت او اپوزیسیون تر منځ د سیاسي نظریاتو له اختلاف سره سره، د سولې د اساسي اصولو، چارچوکات او د خبرو د څرنګوالي او د دوحې د ناستې په اړه ګډ توافق رامنځته شوی دی.» نوموړي زیاته کړه، «د اسلامي جمهوریت نظام، ټاکنې، بشري حقونه، د ښځو حقونه او اقلیتونو حقونه، د بیان او رسنیو ازادي، اساسي اصول دي چې د سولې په پروسه کې د افغانستان ټول سیاسي رهبران ورباندې ګډ نظر لري.» د استاد دانش په خبره، اروپايي ټولنه او نور دوست هیوادونه دغه ارزښتونه ګډې لاسته راوړنې بولی او پر ساتلو یې ټینګار کوي.  

استاد دانش د ټاکنو پروسه یوه جلا پروسه یاده کړه او ویې ویل چې د دیموکراتیکو بهیرونو دوام د افغانستان د حکومت او خلکو یو لومړیتوب دی او له ټاکنو پرته د دیموکراسۍ، پایدارۍ سولې ارزښتونه هم نه شته. په دې لیدنه کې د ډنمارک او هالینډ هیوادونو سفیرانو او د ناروې هیواد شارژدافیر پر خپل وخت د ټاکنو پر ترسره کیدو ټینګار وکړ.