د جمهور رئیس مرستیال استاد سرور دانش د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې د کابینې د غړو، د ملي شورا د غړو، د جمهوري ریاست د مشاورینو او د دولتي ادارو د رئیسانو، د کارګرانو د اصنافو او اتحادو د استازو او یو شمیر رسنیو په حضور کې سید انور سادات د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړ.

استاد دانش د کار او د کارګر د حقوقو په برخه کې تر سره شویو هڅو ته په اشاره، بې کاري د هیواد له اساسي ستونزو څخه یاده کړه، نوموړي د کار د بازار کنټرول، د کار د قانون تطبیق او د کارګرانو ستونزو ته رسیده‌ګي او د دوی له حقوقو ملاتړ یو له هغو ضرورتونو څخه وبوله چې جدي اقداماتو ته اړتیا لري.

د جمهور رئیس د مرستیال په خبره، د دغو ستونزو د حل په خاطر د کار د عالي شورا د مقررې تصویب خورا ګټور دی، چې باید په اساسي ډول تطبیق شي. د دې مقررې پر اساس، د کار عالي شورا مسوولیت لري چې د بې کارۍ د کموالي، د کارګرانو ظرفیت د لوړولو او د کار او تولید په برخه کې د ابتکار پراختیا، د حد اقل مزد تثبیت، د مهارتونو انکشاف او د بې‌کارۍ بیمې رامنځته کول او اړوندو نورو موضوعاتو لپاره تدابیر ونیسي.

استاد دانش د کار او ټولنیزو چارو له نوي وزیر څخه وغوښتل چې د کار د وضعیت د ښه والي، د کاري موکو د رامنځته کولو، د کارګر له حقوقو ملاتړ او کارګر او کارفرما تر منځ د مناسباتو د تامین لپاره لازم او هر اړخیز اقدامات تر سره کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د کار عالي شورا ناستې باید د قانون مطابق په خپل وخت تر سره شي، تر څو له دې طریقه د کار او د کارګر او کارفرما ترمنځ مناسباتو کې شته ننګونې پر وخت وڅيړل شی.

د جمهور رئس مرستیال د ماشومانو، معلولینو، ځوانانو، زړو او یتیمانو چارو ته رسیده‌ګي د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له اساسي دندو څخه یاده کړه. نوموړي له مکتب څخه د پاتې ماشومانو، کارګرو ماشومانو، تاوتریخوالي سره مخ ماشومانو، د جګړې او اعتیاد له ګواښونو سره د مخ ماشومانو وضعیت ته په اشاره، هغوی د ټولنې تر ټولو متضرره ټولنیزه ډله یاده کړه چې کار او ټولنیزو چارو او نورو اړوندو بنسټونو له طریقه یې باید ملاتړ وشي.

د جمهور رئیس مرستیال وویل، له نیکه مرغه د ماشومانو د حقوقو د ملاتړ قانون د جمهور رئیس له لوري د یوه تقنیني فرمان پر اساس تصویب شوی، چې واقعا یو له بهترینو قوانینو څخه دی، چې د ملي یووالي د حکومت په دوران کې یې مراحل طی شوي او دمګړۍ نافذ دی.

استاد دانش وویل، د ماشوم له حقوقو څخه د ملاتړ کمېسیون او اړونده تخینکي کمېټه باید ژر تر ژره خپل کار پیل کړي. استاد دانش د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د اړوندو ادارو په مرسته او همکارۍ له تاوتریخوالي، سوءاستفادې د مخنیوي او ملاتړ په خاطر په اړوند ښوونیز مرکزونو کې د دوی د جذب لپاره اړین اقدامات تر سره کړي.

د جمهور رئیس مرستیال زیاته کړه، د ماشوم د حقوقو د ملاتړ قانون واقعا یو تر ټولو جامع قانون دی، چې په افغانستان کې د ماشومانو د حقوقو په اړه تدوین شوی دی او له نړیوالو اسنادو او معاهدو سره چې افغانستان ورسره ملحق دی، سازګار دی.

د جمهور رئیس مرستیال د قانون د حاکمیت او په هیواد کې د قانوني میکانیزمونو د برابرولو په خاطر یادونه وکړه چې د قانون جوړونې برخه د ملي یووالي د حکومت له کامیابو او له لاسته راوړنو ډکه برخه ده. د نوموړي په خبره، په تېرو څلور نیمو کلونو کې د موافقه لیکونو او نړیوالو معاهدو تر څنګ چې شمیر یې سلګونو ته رسیږي، یوازې د ملي اسنادو په برخه کې تر ۴۵۰ زیات تقنیني سندونو تر کار لاندې نیول شوي دي او له دې ډلې یوازې په تېر کال کې ۱۰۹ قانونونه او مقررې د عدلیې د وزارت د قانون ګذارۍ په انسټیټوټ کې طی مراحل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي شورا د شپاړسمۍ تقنیني دورې په اتو کلونو کې چې د زمان له اړخه تقریباً د ملي یووالي د حکومت دوه برابره کیږي، د بودجې د سندونو په ګډون تر درې سوو کم تقنیني سندونه او ۱۴۰ نړیوالو سندونه تصویب شوي دي.

استاد دانش د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي سادات ټاکل کیدل د کار او ټولنیزو چارو د وزارت کارکوونکو او په خپله ده ته مبارک ووایه او د کار او ټولنیزو چارو د مخکیني وزیر فیض الله زکي له هڅو یې هم قدرداني وکړه.

په دې ناسه کې د کار او ټولنیزو چارو مخکیني وزیر فیض الله زکي هم خبرې وکړې او د دې وزارت له پروګرامونو او پلانونو یې د جمهوري ریاست د دوهم معاون له ملاتړ او همکاریو مننه او قدرداني وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې دغه وزارت په تېرو دوه کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي او د کورنیو مکلفیتونو د تر سره کولو ترڅنګ یې د کار په نړیوال سازمان کې هم مناسب ځای تر لاسه کړی دی.

په همدې ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت کاندید او سرپرست سید انور سادات په خپلو خبرو کې د ملي یووالي حکومت له رهبرۍ څخه قدرداني وکړه او ژمن شو چې د هیواد له باتجربه کدرونو څخه په استفاده به په دې وزارت کې مهم او ګټور پلانونه تر کار لاندې ونیسي.