د قوانینو کمېټه

د قوانینو کمېټې په ځانګړې ناسته کې پنځلس تقنیني سندونه وڅېړل شول

د قوانینو کمېټې په فوق العاده ناسته کې چې د یکشنبې په ورځ د جمهوري رئیس د دوهم مرستیال او د یادې کمېټې د رئیس استاد سرور دانش په ریاست جوړه شوه، تر لسو د زیاتو قوانینو طرحې او د یو شمیر تقنیني اسنادو د تعدیل طرحې وڅېړل شوې. د قوانینو کمېټې د نن ورځې […]

د قوانینو کمېټې د سیمه‌ییزو شوراګانو د قانون طرحه تائید کړه

د کابینې د قوانینو کمېټې ناسته د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال او د یادې کمېټې د رئیس استاد سرور دانش په ریاست جوړه شوه. د سیمه ییزو شوراګانو د قانون طرحه، د اشخاصو د ممنوع الخروجۍ د چارو د تنظیم د مقررې طرحه، له هیواد څخه بهیر […]

د قوانینو کمیټې درې تقنیني سندونه تائید کړل

د قوانینو په کمېټه کې د لویو لارو د حمل او نقل د نړیوال سیستم(TIR system) د تطبیق مقرره، د ښاري ځمکې د نوي تنظیم او د هغې د انکشاف طرحه او په همدې ډول د رواني روغتیا د مقررې طرحه تائید شوه. د قوانینو کمېټې په ناسته کې چې د یکشنبې په ورځ د […]

د قوانینو کمېټې د ځمکې او ملکیت د قبالې د ترتیب، ثبت او صادرولو د طریقې او د طبي علمي‌ـ تخصصي کادر د قانون طرحې تائید کړې

د ځمکې او ملکیت د قبالې د ترتیب، ثبت او صادرولو د پروسې د مقررې طرحه د یکشنبې په ورځ د قوانینو په کمېټه کې چې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال په ریاست جوړه شوې وه، تائیده شوه. دغه مقرره چې د ښار جوړونې او اراضي وزارت او عدلیې وزارت له لوري په ګډه […]

د قوانینو کميټې د جمعي رسنیو د قانون طرحه تائید کړه

د قونینو کمېټې ناسته د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د ۱۳۹۷ د لیندۍ په ۲۵مه د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال استاد سرور دانش په ریاست جوړه شوه. په دې ناسته کې د جمعي رسنیو د قانون طرحه او د حقوقي مرستې د تنظیم د مقررې طرحه وڅېړل شوې. د اجنډا مطابق د […]

د قانون د حاکمیت او له فساد سره د مبارزې عالي شورا ناسته تر سره شوه

له اداري فساد سره د مبارزې او د قانون د حاکمیت عالي شورا ناسته د شنبې په ورځ له غرمې وروسته(د لیندۍ په ۳یمه) د جمهور رئیس د دوهم مرستیال په ریاست د جمهوري ریاست په ارګ کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د ملي ستراتيژۍ نوي شوي […]

د کابینې د قوانینو کمېټې ناسته تر سره شوه

د کابینې د قوانینو کمېټې ناسته د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د لړم په ۲۷مه د جمهور رئیس د دوهم مرستیال استاد سرور دانش په ریاست جوړه شوه. په دې ناسته کې د کیمیاوي او عضوي سرې د قانون طرحه، د څړځایونو د قانون طرحه او د سیاسي ګوندونو د تاسیس او ثبت […]

د کابینې د قوانینو کميټې ناسته ترسره شوه

د کابینې د قوانینو کمېټې ناسته د یکشنبې په ورځ د لړم د میاشتې په ۶مه د جمهور رئیس د دوهم مرستیال او د یادې کمېټې د رئیس استاد سرور دانش په ریاست جوړه او په کې د خصوصي او عامه مشارت د مقررې طرحه، د چاودیدونکو توکو د تولید او تورید د مقررې طرحه […]

د قوانینو کمېټې څلور تقنیني سندونه تائید کړل

د قوانینو کمېټې ناسته د سې شنبې په ورځ له غرمې مخکې(د وږي ۱۳مه) د جمهور رئیس د دوهم مرستیال او د یادې کمېټې د رئیس استاد سرور دانش په ریاست جوړه شوه. په دې ناسته کې د دولتي شرکتونو د قانون طرحه، د عامه او خصوصي مشارکت د قانون طرحه، د جزايي اجراآتو د […]

د قوانینو کمېټې د ‘کانونو قانون او د ښاروالیو قانون’ طرحې تائید کړې

د کابینې د قوانینو کمېټې ناسته د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته (د وږي په ۱۱مه) د جمهور رئیس د دوهم مرستیال او د یادې کمېټې د رئیس په ریاست تر سره شوه. د کمېټې د یکشنبې د ورځې ناسته د کانونو قانون او د ښاروالیو قانون د طرحو د څېړلو لپاره ځانګړې شوې […]